AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹ ۲۳:۲۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85714791
T T
۰ Persons

Tags

یوناما په بامیان کې د بشري حقونو له وضعیت څخه رضایت څرګنده کړه

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د بشري حقونو د څانګې مشر په بامیان کې اوسیدونکي په دغه ولایت کې د بشري حقونو له وضعیت څخه رضایت څرګنده کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د بشري حقونو د څانګې مشر بنجامین کلیرک چې په بامیان کې اوسیږي، نن چهارشنبه د مرغومی ۱۹مه د بامیان ولایت له امنیه قومندان مولوي سید محمد حنیف عباده اغا سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په باميانو ولايت کې دبشري حقوقو دحالت په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې شته ننګونې او پرمختګونه يې وڅيړل.

 په دې کتنه کې د بامیان ولایت امنیه قوماندان د ولایت په کچه د امنیت د تامین ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د دې قوماندانۍ منسوبین تل د خپلو دندو په ترسره کولو کې د شرعي بشري حقونو رعایت کوي.

 په بامیانو کې د یوناما د دفتر د بشري حقونو مسوول د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو د ستاینې په ترڅ کې په بامیان ولایت کې د بشري حقونو له وضعیت څخه رضایت څرګنده کړه او هغه یې مثبت وارزول.

 په بامیان کې د یوناما د بشري حقونو مسوول هم د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې له رئیس مولانا محمد مشفق سره وکتل.

 مولانا مشفق په باميانو ولايت کې د جنايي جرمونو د کمښت او له شکمنو کسانو سره د مسلکي چلند په اړه ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

د ایرنا په وینا، بامیان ولایت د افغانستان د شیعه خلکو له مرکزي ولایتونو څخه دی.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .